IQNA

احسان اوغلو د ويوې دينی او اخلاقی وظيفې په توګه له كډوالو څخه د ملاتړ په ضرورت تاكيد وكړ

21:30 - May 12, 2012
د خبر لمبر: 2324067
نړيواله ډله: د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو پرون د غوئی د مياشتې په ٢٢ نېټه په تركمنستان كښې د اسلامی نړۍ د كډوالو د نړيوال كانفرنس د پرانېستې په مراسمو كښې د ويوې دينی او اخلاقی وظيفې په توګه له كډوالو څخه د ملاتړ په ضرورت تاكيد وكړ
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «OIC» د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ:
احسان اوغلو په دغې غونډه كښې چې په اسلامی هېوادونو كښې د كډوالو او مهاجرېنو د
مشكلاتو د اواری لپاره د حل لارو د موندلو لپاره كو ششونو په خاطر جوړه شوې ده وويل: د
اسلامی همكارۍ تنظيم به دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتو د كډوالو په عالی كمېشن
كښې كوشش او له دغې نړيوالې ادارې سره خپلې همكارۍ ته دوام وركړی.
د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر څرګنده كړه: د اسلامی همكارۍ د تنظيم په غړيو
هېوادونو كښې له اولس ميليونو نه د زياتو مهاجرينو او كډوالو په شتون سره پكار دی د دغو
زيات شمېر نفوسو د مشكلاتو د ختمولو او د دغو مهاجرينو د حالت د ښه كولو لپاره زياتې هڅې
وكړې شی.
هغۀ زياته كړه د مهاجرينو لپاره د پناه ځايونو جوړول او له هغوی څخه ملاتړ او ورسره مرستې كول
د اسلام د بنيادی اصولو مطابق كار دے او د مهاجرينو دين او نژاد ته بې له څه پاملرنې د هغوی
ملګرتيا او ملاتړ كول يو يوازې يوه قانونی دنده ده بلكې يوه دينی او اخلاقی وظيفه هم ده او د
تاريخ په اوږدو كښې دا مسئله په اسلامی نړۍ كښې د پام وړ ګرځېدلې ده.
1005529
captcha