د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر په كوېت كښې د ايران د كلتور ی هفتې په مناسبت د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د اطلاع رسونې له مركز سره په مركه كښې وويل: له دې امله چې لويدیځ كوشش كوی چې له ايران څخه د ويرونې د څپې په او د بائيكاټ او محاصرې په رامنځته كولو سره زمونږ هېواد له تنهائی سره مخامخ كړی د داسې هفتو نمانځل كولې شی د اسلامی انقلاب د لوړو افكارو په بيانولو سره د لويدیځ غليمانه دسيسې شنډې كړی.
هغۀ زياته كړه له دې امله چې د ايران كلتوری مركز د ايران لرغونی تمدن دمعرفی كولو او د پرونۍ او ننۍ ژبې د ياد نمانځنې ژمن ګڼی د مشهورو استاذانو په دعوت كولو او له نويو او كارپېژاندو طريقو څخه په استفادې سره كوشش كوی د كويت د مينه والو دې اړتيا ته ځواب ووائی.
1005403