د بحرين د رژيم له خوا د مخالفو مظاهره چيانو د ځپنې په اړه د رپورټونو د خپريدو نه پس د امريكې حكومت دغه عربی هيواد ته د وسلې صادرول بند كړی وو خو دغه هيواد د جمعې په ورځ اعلان وكړ چې په بحرين باندې د وسلې خرڅول په نژدې راتلونكی كښې بيا پيلوی.
په امريكې او د نړۍ په نورو سيمو كښې د بشری حقوقو فعالانو د امريكې دغه اقدام د بشری حقوقو او د مدنی ځپنو سره په مخالفت كښې د دغه هيواد د ادعاؤ پرخلاف بللے او د آل خليفه له رژيم څخه د امريكې د دولت د ملاتړونو د بندولو غوښتنه ئې وكړه.
دا په داسې حال كښې دی چې اوه مياشتې مخكښې د امريكې د كنګرې غړو يوه طرحه وړاندې كړې وه چې د هغې له مخې په بحرين باندې د ٥٣ ميليون ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو معامله وځنډوله شوه، هغه هم ترهغه وخته پورې چې په دغه هيواد كښې د بشری حقوقو وضعيت ښه شی. هغوی همداراز ټينګار كړے وو چې امريكې ته نه دی پكار چې يو داسې هيواد له پاداش او انعام وركړی كوم چې خپل ولس ځپی.
خو د دا شان موضوعاتو د مطرح كيدو او هم واشنګټن ته د بحرين د نوی وزيراعظم د سفر او د امريكې د بهرنيو چارو د وزيرې هيلری كلنټن سره د هغه د ملاقات نه پس دغه موضع كاملا بدله شوې ده ځكه چې د كنګرې د غړو د مخكښنی نظر پرخلاف ويكټوريا نولانډ د خپل هيواد د سياستوالانو د دغه اقدام په توجيه كولو كښې ووئيل: په بحرين باندې د وسلو د خرڅولو بيا پيلول د امريكې د ملی ګټو د ساتلو لپاره دی. په زړۀ پورې دا چې دې د دغه خبر د اعلانولو نه پس د بحرين له دولته وغوښتل چې په خپل هيواد كښې دې د بشری حقوقو د ښه كولو لپاره همدغه شان كوشش وكړی.
1005590