IQNA

د قران سوزونې په وړاندې د عربو هېوادونو خاموشی له لويدیځ سره د پردې شا ته د موافقو بيانوونكې ده

21:57 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324964
نړيواله ډله: د اسلام په نسبت د سپكاوی كوونكی پادری ډوله كس وروستی اقدام په وړاندې د عربو هېوادونو خاموشی ښودنه كوی چې د لودیځی چارواكو او د هغوی ترمېنځ د پردې شا ته لو لړ موافقې شوې دی چې له دې لارې د ايران په خلاف كمپېن نور زيات كړی.
د تيونس اوسېدونكې او د فرانس د فلسطين د شالون صهيونېسټی ضدې كمېټۍ غړې ترجس بن عباده د ايران له قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې په بيانولو سره چې د امريكې په فلوریډا صوبه كښې د ګستاخ پادری ډوله كس لخوا د قران سوزونې وروستے اقدام د لويدیځ د ايرانی ضدو سياستونو او له ايران څخه د و يرونې د ترويجولو د دوام په لړ دے وويل: ددغه اقدام اصلی هدف ته په پام سره چې په نړيوال ډګر كښې هم هغه په ايران باندې د لا زيات دباؤ راوړل دی په ښۀ ډول د قران شريف د سوزونې د اقدام په وړاندې د عربو هېوادونو په تېره بيا د سعودی عرب او د هغۀ د وهابی حكومت د خاموشۍ دليل درك كولې شی.
هغې زياته كړه: لويدیځې رسنې چې كوشش یې وكړ په خپلو خبرونو كښې دغه اقدام ته يو مثبت اړه وركړی او دا د اسلامی نړۍ د سياستونو نتيجه معرفی كړی څرګنده كړه چې د تری جونز لخوا د قران سوزونې اقدام په ايران كښې د يو پادری په بندی كېدو باندې د اعتراض په هدف سره ترسره شوے دے، يو داسې دليل چې غېر منطقی والے یې ټولو ته څرګند دے. په حقيقت كښې د سيمې تش په نامه اسلامی حكومتونو په خپلې خاموشۍ سره دا وښودله چې له دغه اقدام سره متفق دی او د مسائلو په لږې شننې سره دې حقيقت ته رسېدې شو چې د هغوی خاموشی د هغو موافقو له مخې ده چې د دې اقدام په وړاندې د ايران د مسئول ښودلو لپاره لاس ليك كړی دی.
په فرانسې كښې مېشته دغې مېرمن زياته كړه په يو اسلامی هېواد كښې د شريعت اجرا يوه نۀ انكارېدونكې چاره ده او په دغو هېوادونو كښې ټول مسلمان يا غېر مسلمان ښاريز پكار دی اسلامی احكامو ته په پام سره محاكمه شی، نو په دې بنياد مسلمان يا مسيحی هر كس چې جرم وكړی پكار دی سزا ورته وركړې شی او دا د لويدیځ لپاره يو دليل نۀ شی كېدې چې د يو مسيحی كس د محاكمه كولو په بهانه د مسلمانانو د اسمانی كتاب بې حرمتی وكړی.
په فرانس كښې له فلسطين څخه د دفاع د كمېټۍ دغې غړې څرګنده كړه: دغه ټول اقدامات په داسې حالاتو كښې ترسره كیږی چې لويدیځ د ايران په خلاف ګڼ شمېر كمپېنونه شروع كړی دی او له دغو رسانه ای تبليغاتو له لارې كوشش كوې چې د ايران د اسلامی نظام په خلاف په خپلو دباوونو ته يو نړيوال د عامه خلكو د خوښې اړخ وركړی.
1005425
captcha