د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د دغې غونډې د جوړېدو له ځاے څخه رپوټ وركړ: د خبرو اترو دغه دوره د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د مشر محمد باقر خرمشاد، د تحقيقاتی او تربيتی مرستيال محمد رضا دهشيری، د ارمنی ټولنې مشر پادری سيبو سركېسيان او د سيليسی ارمنی رهبر پاټريارك آرام كشيشيان په ګډون سره روانه ده.
محمد رضا دهشيری په ايران كښې د ترټولو ستر اقليت په توګه د ارمنيانو مخينې ته په اشارې سره هغوی د ايران له خلكو سره د ګډ كلتور مشتركات لرونكی او همدا رنګ په مختلفو تاريخی وختونو كښې د هغوی غم او ښادۍ شريكان وبلل.
هغۀ همدارنګ په اسلام او مسيحيت كښې اخلاقی اصول او د اخلاقو تاريخی او اجتماعی اړخونه، په كړكېچونو كښې د اخلاق رول لوبونه، د فقهې او اخلاقو رابطه او همدارنګ اخلاق او ګډ سوله ايز ژوند د د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د دينونو د خبرو اترو د مركز او د سيليسی حوزې د ارمنی ارتوډوكس كليسا ترمېنځ د خبرو اترو د پنځنې دورې څلور اصلی محورونه وبلل.
1007624