IQNA

په لاهور كې د قران او اسلامی تعليماتو دوره تر سره كیږی

21:28 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325883
د قرانی كارونو ډله: د پاكستان په لاهورښار په فيصل ټاون كې د دينی مدرسه ال عمران لخوا محصلانو لپاره د قران او اسلامی تعليماتو دوره تر سره كیږی چې نوم طفلان مسلم ایښې شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د طفلان مسلم د قرانی او اسلامی تعليماتو دوره د جولایې له پينځمې نیټی شروع كیږی او ديرش ورځې په دوام ولری دا دوره هر كال د التنزيل موسسې لخوا د ماشومانو د تربيت په موخه تر سره كیږی په دې دورې كې ماشومانو ته تجويد، روخوانی د اهل بيتو عليهم السلامو سيرت او اسلامی اخلاق ښودلی كیږی.
د ويلو ده چې په دې كې ماهر او تكړه استاذانو ته دندې وركړې شوې دی دالتنزيل موسسې دا دريمه دوره ده له دې وړاندې هم دوی دوې كاميابې دورې تر سره كړی دی .
1005695
captcha