د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې غونډې كې د د بحرين په اړه یې پريكړه هم تصويب كړه د ايران د اسلامی شورا مشر له عربستان سره د بحرين ديوځاې كولو پلان په سيمه كښې كړكيچ رامينځته كونكی وباله.
د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی له عربستان سره د بحرين د يوځاې كولو لپاره د سعودی عربستان په هڅې نيوكې سره وويل دا ډول اقدام په سيمه دكړكيچ د رامينځته كولو لپاره هڅه ده.
د ايران د پارلمان مشر له سعودی عربستان سره د بحرين د يوځاې كولو بهير ساده ونه وباله او زياته یې كړه د دغه موضوع بهير به هماغه ډول چې د بحرين او سعودی عربستان چارواكی یې فكر كوی ساده نه وی.
د ويلو ده امريكا چې تل د خلكو د غولولو لپاره د ډيموكراسۍ، د بيان د ازادۍ او د ښځو د حقوقو دفاع كوی په بحرين كښې د خلكو په ځپلو كښې د سعودی عربستان د نيواكګرو پوځيانو لاسونه خلاص پریښودلی دی.
امريكا په بحرين كښې د خلكو په ځپلو نيغ په نيغه څارنه لری او د بحرين ديكتاتور رژيم ته ډيرې وسلې وركوی.
په بحرين كښې د خلكو پرضد اكثره استعماليدونكی وسلې د امريكا، انګلستان، جرمنی او فرانسې جوړې دی.
1007783