سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست د افغانستان د سولې د لوړې شورا د يوه نامتو مسئول مولوی ارسلا رحمانی د ترور په محكومولو سره وويل په افغانستان كې د امنيت په پلمه ديره بهرنی ځواك د افغانستان د امنيت او هم دا راز د اغيز شيندونكو شخصيتونو د ژوند د ساتنې په تامينولو كې پاتې راغلی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه وويل په دغه هيواد كې د پردی ځواك د شتون دوام نه يوازې په دغه هيواد كې د امنيت او كراری د ټينګيدا سبب شوی نه دی بلكې د ناكراريو د دوام او زياتيدا سبب هم شوی دی.
په هم دا وروستيو كې په افغانستان كې د څه د پاسه يو لك ديرش زره بهرنيو عسكرو له شتون سره سره د افغان حكومتی او جهادی شخصيتونو ترور او بمی چاودنې په او څاره توګه زياتې شوی دی.
مولوی ارسلا رحمانی چې د طالبانو رژيم په وخت د افغانستان د ښونې او روزنې د چارو وزير هم ؤ پرون په كابل كې ناپيژاندو وسله والو كسانو ترور كړ . دامريكا او د هغې د ملګرو په لاس د افغانستان د نيواك له يولسو كلونو تيريدا سره سره په دغه هيواد كې بې وزلی او تاؤتريخوالی هماغه راز په زياتيدا دی.
1008274