IQNA

آيت الله نوری همدانی له عربستان سره د بحرين د يو ځای كيدو طرحه وغندله

16:43 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326687
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ايران په قم ولايت كې د تقليد مرجع آيت الله نوری همدانی نن له عربستان سره د بحرين د يو ځای كيدو طرحه په كلكه وغندله او د بحرين او اسلامی نړۍ له عالمانو ېې وغوښتل چې له دې اقدام سره مخالفت وكړی او هغه په نړيواله ټولنه كې مطرح كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د سپاه له عمومی روابطو یې نقلوی چې آيت الله نوری همدانی دا طرحه د آل خليفه رژيم د ماتې نښه وبلله او زياته ېې كړه د عربو شيخان بايد په دې پوه شی چې بحرين د دې هيواد په خلكو پورې اړه لری او هغوی به د خپل هيواد برخليك ټاكی .
د اسلامی ايران په قم ولايت كې د نړۍ د شيعه سترمرجع آيت الله نوری همدانی ټينګار وكړ د اسلامی ویښتيا حركت بايد د اسلامی علماؤؤ له خوا رهبری شی.
پرون د اسلامی شورا استازو هم د يوې بيانېې په خپرولو سره له دې طرحې سره خپل كلك مخالفت اعلان كړئ ؤ.
1008011
captcha