IQNA

د بحرېن د متدينو خلقو اسلامی غېرت د سعودی عرب د غاصبو ځواكونو له طاقت نه اوچت دے

21:49 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326825
سياسی ډله: داسلامی شورا د جرګې ١٩٠ استازيو په يوه بيانيه كښې په سختۍ سره له سعودی عربستان سره د بحرېن د الحاق د طرحې په غندلو سره څرګنده كړه: د بحرېن متدينو او غېرتمنو خلقو په تېره بيا عالمانو او ځوانانو وښودله چې د هغوی اسلامی غېرت او د الله اكبر نعرې د سعودی عرب له ټولو غاصبو ځواكونو څخه اوچتې دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په دغه بيانيه كې چې د ايران د اسلامی شورا د جرګې ١٩٠ استازيو ورباندې دستخطونه كړی دی او د رئيسې هېئت غړی محمد دهقان لخوا ولوستې شوه راغلی دی د بحرېن ديندارو او غېرتمنو خلكو په تېره بيا بحرېنی علماؤ، ځوانانو او بهادو ښځو په تېرو پينځلسو كلونو كښې وښودله چې اسلامی غېرت ، ملی خوله، مضبوط موټی او د الله اكبر نعرې د ټولو يرغلګرو قوتونو، غاصبو ځواكونو په تېره بيا د سعودی عرب له غاصبو ځواكونو څخه ډېرې اچتې دی او د بحرينی شهيدانو پاكه وينه د يرغلګرو په تورو باندې بريالۍ ده او د دې حقيقت واضح دليل د پاكستان د تالی سټو په شمول د مختلقو سيمو د يرغلګرو ځواكونو ماتې ده چې د بحرېن د مظلومو خلكو د ځپلو لپاره یې په بحرېن باندې يرغل كړے دے، په لسګونو كسان یې شهيدان كړل، په سلګونو یې زخميان كړل او په زرګونو یې په جېلونو كښې واچول خو د بحرېن د غېرتمن ولس ملا یې كږه او د هغوی فولادی اراده یې ماته نه كړې شوه.
نن سعودی عرب له دغې ماتې نه وروسته دا شرمناكه فېصله وكړه چې د فارس خليج د همكارۍ د شورا د سرمشرانو په غونډه كښې د ملګرو ملتو د يو اسلامی – عربی خپلواكه هېواد په توګه بحرېن له سعودی عرب سره يوځاے كړی. د آل سعود او بحرېن واكمنان دې په دې پوه شی چې دا ناعاقلانه اقدام به بې له شكه د بحرېن ملت د غاصبانو په مقابل كښې لا زيات متحد او منسجم كړی. او د بحرېن كړكېچ به سعودی عرب ته منتقل كړی او دا ناارامۍ به په ټوله سيمه كښې خورې شی.
مونږ د ايران د ستر ملت استازی د دې غېر عاقلانه اقدام په سختۍ سره د غندلو په ترڅ كښې تاكيد كوو چې په سياسی دباو او زور سره ملتونه نۀ شی ارامېدې او د بحرېن له مېړنی ولس او د دغه هېواد له خپلواكه او زمكنۍ بشپړتيا څخه خپل هر اړخيزه ملاتړ اعلانوو.
1007869
captcha