د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په دغه غونډه كښې له اوياو نه زياتو استاذانو، محصيلينو او د شيعه حق فكری مكتب مينه والو ګډون وكړ. د دغه سيمينار د اصلی وېناوال په توګه آريالائی سيد افتاب حېدر د قران شريف د تاويل، تفسير او قرائت په شان مختلفو موضوعات په حقله د علوی پوهانو دفكری سبكونو په تشريح كولو سره د شيعه مسلمانانو په ليكل شويو مضامينوكښې د انسانی علومو د حوضو تشريح وكړه.
هغۀ دقران شريف له نظره د روش پېژندنې په اړه د مقدمو او متاخرو علماؤ د رايو په څېړنې سره په قران شريف كښې د د مختلفو انسانی موضوعاتو تفسير په څو برخو ووېشۀ.
هغۀ زياته كړه: د دغې تقسيم بندې په وړومبۍ برخه كښې خپله د قران په ذريعې سره زياتره مفاهيم پېژندل كیږی او قران د قران په ذريعې سره تفسيریږی او په دويمه برخه كښې ځينې مفاهيم د عقل په ذريعې سره بيانیږی او دا په داسې حال كښې دی چې دريمه برخه څې سنت نوم لری د خداے د ګران رسول (ص) او د اهلبېتو د پاكو امامانو عليهم السلام په مرسومو او متواترو سنتونو سره اختصاص پېدا كړے دے.
1008308