IQNA

21:47 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326831

د اشارې ژبه د ماشومانو لپاره د قران شريف د حفظ ترټولو غوره طريقه ده

نړيواله ډله: ماشومان ((د اشارې ژبه)) طريقې څخه په استفادې سره په ښه او اسانه توګه كولې شی د قران شريف مبارك ايتونه ياد كړی او د دغه روش د آهنګی او حركتی خصوصيتونو په دليل هغوی د دورې په دوران كښې نااميده او مايوسه كیږی نه او په هغوی كښې د يادولو او حفظ كولو انګېزه لا زياتیږی.

زېنب علی احمد الجواد چې دقران شريف عراقی الاصله حافظه او د قم د جامعه القرآن الكريم موسسې پخوانۍ څېړونكې ده او اوس په سویډن كښې اوسیږی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې وويل: د اشارې ژبه د ماشومانو لپاره د قران شريف د حفظ ترټولو غوره طريقه ده ځكه چې دا طريقه د حفظ د دورې په دوران كښې د افرادو له نااميدۍ او مايوسۍ څخه مخنيوے كوی او د دې سبب كیږی چې افراد په لنډه موده كښې له قران سره انس پېدا كړی.
هغې زياته كړه ترټولو غوره طريقه دا ده چې د قران شريف سورتونه په مرتبه توګه تكرار شی او بل كس ته دې واورولې شی. په هفتګۍ صورت كښې د قران شريف د ختم دورې په نظركښې نيول هم په دې زمينه كښې زيات ګټور دی. همدارنګ د روزانه كارونو په دوران كښې د استاذ پرهېزګار او استاذ منشاوی په شان قران شريف يو لوړرتبه قاری تلاوت ته غوږ اېښودل هم تاثير لری.
هغې وويل د حفظ شويو برخو له هېرېدو څخه د مخنيوی لپاره والدېن كولې شی ايتونه په اوچت اواز سره ولولی او هركله چې ماشومان ايتونه په پرله پسې اوری نو هېرې به یې هم كمېږی.
1002060
captcha