د جميعت اسلامی الوفاق خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه جميعت عمومی منشی شيخ علی سلمان د سعودی عربستان سره د خپل هيواد د الحاق د طرحې سره د مخالفت د څرګندولو په ترڅ كښې دغه كار باطل او د خپل هيواد د خپلواكۍ او استقلال نقضونكے وباله او وئې وئيل: دا د خلكو حق دے چې د دغه كار په وړاندې مقاومت وكړی.
شيخ علی سلمان چې په منامه كښې ئې د ولسی اعتراضونو د ځپلو لپاره بحرين ته د سعودی ځواكونو د داخليدو د كليزې په مناسبت په يوه غونډه كښې خبرې كولې ووئيل: د سعودی عربستان سره الحاق كول او په يو امارت يا ولايت باندې د بحرين بدليدل، زمونږ د هيواد د خپلواكۍ د پايمال كولو په معنا دی او هیڅ شرافتمند او وطن سره مينه كونكے انسان چې د بحرين او د سيمې د ګټو او ښیګړې سره وفادار وی، د داشان اقدام سره به موافقه ونكړی.
شيخ علی سلمان څرګنده كړه: د بحرين پارليمان د خلكو نه بلكې د واكمن رژيم نماينده دے او د عربستان سره د بحرين د يوځائې كولو لپاره هر ډول فيصله باطله او غيرقانونی ده. يادونه كیږی چې سعودی عربستان له دې نه مخكښې آل خليفه ته د عربستان سره د بحرين د الحاق لپاره يوه طرحه وړاندې كړې وه چې د بحرين د اطلاع رسونې وزيرې اعلان وكړ: د سعودی عربستان سره د دغه هيواد د موافقې وړ دوه اړخيزه اتحاديه به د امنيت، دفاع، اقتصاد او د بهرنيو چارو په څلورو چورليزونو كښې وی. 1007314