د محيط خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د البتول نومی شيعه تنظيم جوړونكی محمدالدرينی د سلفی او وهابی تفكر د ملاتړی په توګه د عربستان د دولت پرخلاف چې د شيعه مسلمانانو پرخلاف ئې يو سخت رسندوئی جنګ پيل كړے دے، د ملګرو ملتو د امنيت شوری ته د يوشكايت ليك د وړاندې كولو لپاره د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو د فيصلې خبر وركړ.
محمدالدرينی ووئيل: د مصر د شيعه مسلمانانو پرخلاف د سلفی بهيرونو له خوا پلان شوی ګواښونه روان دی چې په وروستيو څو ورځو كښې په بشپړه توګه په ډاګه شوی دی.
دوی څرګنده كړه: حكومت تل د شيعيانو په هكله له خبرې كولو نه ډډه كوی ځكه چې له سلفی يا وهابی بهير نه ويریږی كوم چې په مصر كښې ټولنيزه سوله ګواښی.
الدرينی په پائې كښې ټينګار وكړ: مونږ په مصر كښې د آل سعود او وهابيانو د جنايتونو په موضوع سره يو ٢٥٠٠ مخيز شكايت ليك برابر كړے دے چې په هغه كښې د مصر د شيعه مسلمانانو پرخلاف پلان شويو اقداماتو ته اشاره شوې ده. 1007393