د اسلامی مؤتلفې ګوند د سياسی مركز مشر محمد كاظم انبارلوئی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د فارس خليج د همكارۍ په شورا كښې له سعودی عرب سره د بحرېن د الحاق په حقله د سعودی حكومت پلان ته په اشارې سره وويل: په بحرېن كښې د اسلامی بېدارۍ او د مسلمانانو د تحركاتو او په دغه هېواد كښې د آل سعود د دخالت په شروع كېدو سره په عملی توګه بحرېن د سعودی عرب ترتسلط لاندې راغلے دے.
د رسالت ورځپاڼې چيف ایډیټر په دې باندې په پخلی سره چې د فارس خليج د ملګرتيا شورا او سعودی عرب په يو خطرناك كار باندې لاس پورې كړے دے وويل: كه وغواړی چې دا موضوع په بحرېن كښې مطرح شی نو پكار دی يو رېفرېنډم وشی او خلق دې په دريو انتخابونو كښې يو انتخاب غوره كړی.
هغۀ زياته كړه دغه درې موضوع ګانې په دا ډول دی: له سعودی سره الحاق، له ايران سره الحاق او د بحرېن خپلواكی چې دا موضوع ګانې داسې دی چې د بحرېن چارواكی یې په رېفرېنډم كښې وړاندې كولې شی او په قطعی توګه كه د بحرېن خلقو ته اختيار وركړې شی نو له ايران سره الحاق به غوره كړی ځكه چې بحرېن په يو وخت كې د ايران برخه وه.
هغۀ زياته كړه د سعودی عرب او بحرېن مسئله يوه خاصه، او له لويدیځو مداخلتونو څخه پاكه مسئله ده. د سعودی عرب چارواكی د بحرېن له موضوع سره په مخامخېدنه كښې نۀ پوهیږی چې څه كوی او كوم خطرناك كار ته یې لاس اچولے دے. په سيمه كښې د بدلونونو مستقبل ښودنه كوی چې دوی د يوې لوې تېروتنې مرتكب شوی دی.
1008242