د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقا د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد ((اصلاح)) اسلامی اتحادیې د دغه هېواد د پارلېمان د نمائنده او د دغه هېواد د ډېموكراېټك ملی كانګرېس غړی آلاجو اوباما په څرګندونو باندې چې د غنا مسلمانان یې د هېواد په خلاف د دسييو په خاطر په پټو غونډو جوړولو او د ځينو اسلامی هېوادونو د ګټو په لار كښې په حركت كولو باندې تورن كړی وو نيوكه وكړه.
د دغه هېواد د اصلاح اسلامی اتحایې غړ شېخ انور سادات په دې باره كښې پخلے وكړ: دغه كس د اسمانی دينونود پېروكارو ترمېنځ د سولې اوثبات د پراختيا په ځاے د مسلمانانو او اسلام په حقله له سپكاوی نه ډكې او فتنه اچوونكې وېناوې كړی دی.
هغۀ د ټولنې د مختلفو پېروكار ترمېنځ د سوله ايز ګډ ژوند په كولو باندې تاكيد وكړ او د دغه كس د نسل پرستانه څرګندونو د غندلو لپاره د اسلامی تنظيمونو او مدنی او حكومتی مركزونو د ضروری اقداماتو غوښتنه وكړه
1007773