IQNA

زائران دې په مكه او مدينه كښې طبی مركزونو ته له غېر ضروری مراجعو څخه ډډه وكړی

17:19 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327625
د سلامتيا ډله: وليد دنده بر وويل: په مكه او مدينه كښې طبی مركزونو ته د زائرانو غېر ضروری تګ راتګ د په طبی مركزونو كښې د غېر ضروری رش روش سبب كیږی او زائرانو ته پكار دی چې په مكه او مدينه كښې د علاج معالجې مركزنو ته له كاذبو او غېر ضروری مراجعو څخه ډډه وكړی.
د سرې مياشتې د جمعيت دطبی مركز د حج او عمرې مرستيا وليد دنده بر د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: ځينې زائران د علاج معالجی د ویړياتوب او په هوټلونو كښې د هغوی د اوسېدو له ځاے سره د دغو مركزونو د نزدې والی په وجه دغو مركزونو ته غېر ضروروی او كاذبې مراجعې كوی چې يوه ښه چاره نۀ ده او پكار دی په دغه معنوی سفر كښې د علاج معالجې له خدمتونو او امكاناتو څخه د منطقی استفادې كولو او ګټه اخېستلو ثقافت لوړتيا پېدا كړی.
هغۀ د مكې او مدينې طبی مركزونو ته د زائرانو د غېر واقعی مراجعو د كموالی ضرورت په اشارې سره وويل: د طبی مركزونو شمېر د كارپېژندنې د تحقيقاتو، د زائرانو د اوسېدو د ځايونو او هوټلونو د تقسيم په بنياد پلان شوی دی او په دې حقله هیڅ كمښت نشته خو په داسې حال كښې چې زائران بيا بيا او غېرواقعی تګ راتګ ولری نو پدغومركزونو كښې د رش روش سبب ګرځی.
هغۀ زياته كړه طبی مركزونو ته د زائرانو د مراجعو د زياتوالی په وجه او د زائرانو د جغرافيائی تقسيم په بنياد دوه نور طبی مركزونه مو په مكه مكرمه كښې د مطب په صورت كښې جوړ كړی دی چې د علاج معالجې مركزونه د زائرانو له مراجعو سره متناسب شمېر ولری.
1006452
captcha