د «ramsud» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د جنوب د مسلمانانو لسمه كلنۍ غونډه به د دغه هيواد د اسلامی سازمانونو د اتحادئې په همت، له تيونس، الجزاير او سعودی عربستان څخه د تكړه او مشهورو مسلمانو شخصيتونو په ګډون سره ترسره شی.
د مسلمانانو د كليزې غونډې دا دوره د (اسلام، د سولې او آرامښت دين) په موضوع سره ترسره كیږی او په كښې ګډون كونكی به د اسلامی تعليماتو د مختلفو اړخونو په باب ويناوې وكړی.
د ماشومانو او ځوانانو لپاره د قرآن كريم د حفظ او قرائت د مقابلې ترسره كول، د اسلامی آثارو او كتابونو نندارتون، د سوال او ځواب د غونډو جوړول او د مشهورو مسلمانو عالمانو سره ملاقات د فرانسې د جنوب د مسلمانانو د غونډې د دې دورې له مهمو برخو څخه دی. 1007319