IQNA

په آستانه كښې د اسلامی هيوادونو د ژواك چاپيريال د وزيرانو پنځمه غونډه

19:03 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327642
بين المللی ډله: د اسلامی هيوادونو د ژواك چاپيريال د وزيرانو پنځمه غونډه سبا يعنې د غوئی دمياشتې په ٢٨ نیټه د قزاقستان په پلازمينه آستانه ښار كښې خپل كار پيلوی.
د «Arab News» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه غونډه د اسلامی آموزشی، كلتوری او علمی سازمان (آيسسكو) په همت، د سعودی عربستان د ژواك چاپيريال د حفاظت د سازمان، د اسلامی همكارۍ د سازمان د دارالانشا او د قزاقستان د حكومت په همكارۍ سره ترسره كيدونكې ده.
په دغه كانفرنس كښې به د اسلامی همكارۍ د سازمان د ٥٧ غړو هيوادونو د ژواك چاپيريال وزيران په دې ډګر كښې د فعالو سيمه ايزو او بين المللی سازمانونو د يوشمير استازو په ملګرتيا ګډون وكړی.
د نوموړې بيانیې له مخې په دغه غونډه كښې به په اسلامی هيوادونو كښې د پايدارې پراختيا د طرحې مسوده برابره كړې شی څو د ملګرو ملتو د سازمان د پايدارې پراختيا په كانفرنس كښې مطرحه شی كوم چې د روان كال د چينګاښ په مياشت كښې په برازيل كښې ترسره كیږی.
دغه كانفرنس به د روانې غوئی د مياشتې په ٢٩ نیټه پائې ته ورسیږی. 1007338
captcha