د «lacote»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تيونس د كورنيو چارو د وزارت په بيانيه كښې ټينګار شوے دے چې زيارتی او مقدس ځايونه او ودانۍ د تيونس د ملی ميراث يوه مهمه برخه ده او پر دغو ځايونو حمله او د يو ولس د فرهنګی او كلتوری ميراث ويجاړول په كلكه غندل شوی او محكوم دی.
د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې لولو: د تيونس د ارشاد او كلتور وزير مهدی مبروك د داشان اقداماتو سره د مقابلې او په زيارتی ځايونو او ودانيو باندې د تندلارو ډلو د حملې د تكرار د مخنيوی لپاره په كلتوری ميراث باندې د څارنې د كمیټې د جوړولو وړانديز كړے دے.
همداراز د تيونس د ارشاد او كلتور وزارت ووئيل چې امنيتی چارواكی د دغه هيواد په مختلفو ښارونو كښې په مقدسو ځايونو باندې د حملې دعاملانو د پيژندنې او نيونې لپاره د شواهدو د جاجونې په حال كښې دی.
په همدې حال كښې د تيونس رسنيو د دغو اقداماتو په څیړنې سره د وهابيانو عقائدو ته د اشارې په ترڅ كښې څرګنده كړه چې دغه ډله د مقدسو ځايونو او قبرونو زيارت كول د اسلام پرخلاف بولی او په همدې وجه د دغې ډلې پلويان هڅه كوی چې دغه زيارتی ځايونه او ودانۍ ورانې كړی. 1008325