د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ:د غاصب صهېونېسټ رژيم ځواكونو په همدې لړ كښې پرون د غوئی د مياشتې په ٢٦ نېټه يو شپاړس كلن زلمے ونيوۀ او له ځان سره یې بوتلۀ.
فلسطينی زلمے حميد ابو ماريا بيت عمر كلی ته د ننوتو په وخت داسرائيل عسكر په لاس ونيوې شو. هغو له نيولو نه پس هغه زلمې په كوتكونو سره وډبوۀ او له ځان سره یې بوتلۀ
همدارنګ د اسرائيلی فوځ يو خصوصی ځواك په قدس شريف كښې يو فلسطينی ځوان د ډزو هدف وګرځوۀ. دغه فلسطينی ځوان له زخمی كېدو وروسته په داسې حال كښې چې وينې ترې بهېدې د اسرائيلی فوځيانوپه لاسو ونيوے شو.
سرچينې همدارنګ د نكبت د ورځې له احتجاجی مظاهرو څخه د مخنيوی لپاره په فلسطينی ځوانانو باندې د اسرائيل د خوانخوار رژيم د عسكرو له پراخو حملو څخه خبرو وركوی
1009402