د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ ((الراې)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: فلسطينيانو په لويدیځه غاړه او د غزې په تړانګه كښې د نكبت د ورځې د څلورشپېتمې كليزې په موقع مراسم ترسره كړل چې په رام الله كښې هم دغه مراسم د يو منټ لپاره له خاموشۍ سره مل وو.
د دغه رپوټ له مخې په قدس او رام الله كښې د فلسطينی ځوانانو غونډې له اسرائيلی ځواكونو سره په نښتو بدلې شوې او د رام الله په روغتون كښې يوې باخبرې سرچېنې په دغو نښتو كښې د اولسو تنو له ژوبلېدو څخه خبر وركړ.
د الخليل په سړكونو هم په زرګونو فلسطينيانو د فلسطين د بېرغونو او په فلسطينی جېلونو كښې د قېد كسانو د تصويرونو په اوچتولو سهر د نكبت ورځ ونمانځله فلسطينی ځوانانو په دغو مراسمو كښې د اسرائيلو بېرغ وسوزوۀ.
د حماس غورځنګ هم د نكبت د ورځې د كليزې په مناسبت د اسرائيلو په رسميت باندې په نه پېژندلو او د فلسطينی كډوالو خپل وطن په ستنېدو باندې په تاكيد سره اعلان وكړ د فلسطينيانو ستنېدل يو مقدس حق دے چې انسانی قوانين او اسمانی دينونه ورباندې تاكيد كوی.
1009266