IQNA

دينی مشران كاميابۍ ته د ولسی غورځنګونو په رسولو كښې اثر كوونكے كردار لری

17:11 - May 17, 2012
د خبر لمبر: 2328032
نړيواله ډله: د ولسی غورځنګونو د دوام او كاميابولو لپاره د يو دينی رهبر موجودګی ضروری او يو خاص اهميت لری.
د يونان د ارتوډوكس كليسا استازی اسقف ((اېګناتيوس سټاوروپولوس)) د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د بېدارۍ په موجوده غورځنګونو كښې د دينی مشرانو د كردار متعلق وويل: په دغو غورځنګونو كښې د دينی رهبرانو موجوديت په كامله توګه يوه ضروری مسئله ده. كه څه هم په دغو ځينو غورځنګونو كښې مونږ د خودجوشه او ولسی حركتونو كتونكی يو خو سره له دې په دې لړ كښې د يو باخبره او ذمه وار رهبر لرل زيات اهميت لری او په داسې صورت كښې چې دغه حركتونه د يو دينی رهبر له تګ لارو څخه له استفادې نه بغېر دوام پېدا كړی نو هیڅ كله به د خوښې نتيجې ته ونۀ رسیږی.
هغۀ په دوام كښې اعلان وكړ: خلك تل د دې خبرې غوښتونكی وی چې يو رهبر او مشر ولری چې له هغۀ څخه د كړنلاره او هدايت حاصل كړی او فرمان ته یې غوږ كېږدی چې دا مسئله هم د مذهبی او هم سياسی مشرانو په حقله صدق كوی. رهبران په هر غورځنګ كښې د يو ولس او ملت استازی او وياند وی چې د هغو خلقو د مطالباتو غوښتنه وكړی.
پادری سټاوروپولوس په دوام كښې څرګنده كړه:هغه غورځنګونه چې پكښې د هادی او رهبر په توګه يو كس وجود نۀ لری له جدی مشلاتو سره مخامخ كیږی، لكه څنګه چې يو ماشوم له پوهو او زړسواندو والدېنو څخه محروم وی.
هغۀ د عربی نړۍ په غورځنګونو كښې د دين د رول متعلق وويل: دين په دې حقله زيات كردار ادا كوی، ځكه چې په هغه تاثير سره چې د انسان په زړۀ او روح یې كوی، له انسان سره د چاپېره نړۍ په صحيح پېژندګلۍ او له خپلو حقوقو خبرېدو ته په رسېدو او د هغو د حاصلولو لپاره په كوشش كښې مرسته كوی.
هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل:ايران يو غنی تهذيب او لرغونے تمدن لری او په دې حقله له نورو ټولو ګاونډی هېوادونو څخه مخكښې دے او هیڅكله د ايران د اسلامی انقلاب په دوران كښې د امام خمينی (رح) له بنيادی كردار او د عربو هېوادونو په پاڅونونو كښې د ايران د انقلاب له كردار نه نكار نۀ شوكولې.
په يونان او صربيا كښې د ارتوډوكس دين پېژندنې د څانګې دغه استاذ چې د دين او معاصرې بېدارۍ تر عنوان لاندې نړيوال كانفرنس كښې د ګډون لپاره یې د غوئی دمياشتې په ١٢ نېټه په تهران كښې شتون لرۀ د داسې غونډود جوړولو د اهميت په باره كښې وويل: د دا ډول غونډې د اسمانی دينونو ترمېنځ د مضبوطو رشتو د جوړېدو سبب شوی دی او مونږ دې ته متوجه كوی چې د دينونو د خبرو اترو او د ولسونو د بېدارولو لپاره تاثير كوونكی ګامونه اوچت كړو.
1002005
captcha