IQNA

ټوله دنيا د ايران د سنيما په لوړ مقام باندې اعتراف كوی

17:10 - May 17, 2012
د خبر لمبر: 2328033
د كلتور او هنر ډله: د تركیې د ديانت تنظيم مرستيال محمد امين اوزافشار په انقره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتور مركز له مشر سره په كتنه كښې وويل: نن سبا ټوله دنيا د ايران د سنيما په لوړ مقام باندې اعتراف كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په انقره كښې د ايران د كلتوری مركز مشر د غوئی د مياشتې په نولسمه نېټه د تركیې د ديانت تنظيم په اصلی ودانۍ كښې د دغه تنظيم له مرستيال محمد امين اوز افشار سره كتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو او د دينی او ثقافتی همكاريو د پروټو كولو د عملی كېدو په باره كښې خبرې اترې وكړې.
د دغې كتنې په ابتداء كښې ښاغلی منفرد د دواړو هېوادونو او اسلامی دنيا د مسائلو په لړكښې د ګډو ملګرتياو رامنځته كولو لپاره د لا زياتو نزديو تعلقاتو او همكاريو ضرورت ته په اشارې سره په ١٣٨٩ هجری نمريز كال كښې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم او د ديانت تنظيم ترمېنځ لاس ليك شوی پروټوكول ته نغوته وكړه او وې ويل: له دې سره سره چې دغه پروټوكول ګټور مفاد لری خو له بده مرغه یې زياتره بندونه نۀ دی اجرا شوی خو په هر حال ايرانی خلق او چارواكی له تاسو سره د ګډو افكارو او ګډو دينی او ثقافتی فعاليتونو په خاطر ډېره مينه لری او مونږ دا خوښوو چې په دينی او ثقافتی ډګرونوكښې د دواړو هېوادونو تعلقات زيات نزدې او كوټلی وی.
د ديانت تنظيم مرستيال هم د يو ټيلی ويژنی چېنل د شروع كولو لپاره د دغه تنظيم كوشش ته په اشارې سره څرګنده كړه: مونږ كوشش كوی چې د دغه ټيلی ويژنی چېنل لپاره په پروګرام جوړونه كښې د قران شريف او د قرائت د سبكونو د زدكړې لپاره د خپلو ايرانی وروڼو له تجربو څخه استفاده وكړو. ځكه چې ايران په دې لړ كښې ارزښتناكې تجربې لری. همدارنګ د ماشومانو او زلميانو لپاره د زدكړو پروګرامونه له هغو موضوعاتو څخه دی چې د ايران له تجربو څخه استفادې ته لېواله يو. او د دينی نشرياتو، انيمېشن، سنيما، هنر او ټيلی ويژنی فېلمونو په زمينه كښې هم ايران ارزښتناكې او ګټورې تجربې لری. چې پكار دی استفاده ترې وشی.
هغۀ زياته كړه نن ټوله دنيا د ايران د سنيما په لوړ مقام باندې اعتراف كوی.
په دې موقع په انقره كښې د ايران دكلتور مركز مشر منفرد وويل: ايران په ټولو زمينو كښې د ملګرتيا لپاره اماده دے او په دينی او كلتوری زمينو كښې تعلقات او همكارۍ د سياسی چارواكو ترمېنځ رامنځته شوې غلط فهمۍ هم لرې كولې شی.
1009437
captcha