IQNA

17:11 - May 17, 2012
د خبر لمبر: 2328036

د قزاقستان د پارلېمان استازی د وهابيت د فكر له نفوذ څخه په مخنيوی باندې تاكيد وكړ

سياسی او اجتماعی ډله: د قزاقستا جمهوريت د پارلېمان يو استازی په دغه هېواد كښې د وهابيت د فكر له نفوذ او تاثير څخه د مخنيوی په ضرورت باندې تاكيد وكړ.

د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د ((Kazakhstan Today)) خپرونې په خپله تازه ګڼه كښې وليكل: د دغه هېواد د پارلېمان استازی آسخات بېكين اف په پارلېمانی غونډه كښې په خپله وېنا كښې په دغه هېواد كښې وهابيت ته ګروهنه لرونكو د ځينو ډلو غېررسمی فعاليتونو ته په اشارې سره د دغه هېواد د اوسېدونو ترمېنځ د وهابيت د فكر له نفوذ او تاثير څخه په مخنيوی باندې پخلے وكړ.
هغۀ څرګنده كړه: هم دا اوس تقريباً ١٥ فيصده قزاقی ځوانان د وهابيانو تر تاثير لاندې راغلی دی او حكومت ته پكار دی چې په دينی روزنيزو ادارو او جوماتونو باندې په څارنې او د هغو د تحقيقاتو له لارې له دغه بدمرغه چلند له زياتېدو څخه دې مخنيوے وكړی.
بېكن اف يادونه وكړه: په اوس حال كښې په قزاقستان كښې مېشته وهابيان او سلفيان په آكتوبه، اورالسك او د لويدیځ قزاقستان په صوبه كښې فعاليت كوی او په وهابی عقائدو او اعتقاداتو باندې مشتمل كتابونه او ډی وی ډی ګانې په ناخبرو او جذباتی خلقو په تېره ځوانانو كښې تقسيموی.
د پارلېمان دغه نمائنده دينی عالمان او متفكران په تېره بيا دينی تنظيمونه او اداره جات په دغه هېواد كښې د وهابيانو او سلفيانوپه خلاف د مبارزې په ډګر كښې فعاليتونو ته راوبلل.
1008940
captcha