د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون د لبنان د جنوبی برخې د آزادولو د ١٢ كليزې په درشل كښې د روانې غوئی د مياشتې په ٣٠ نیټه د (بنت جبيل) ښار د مجمع اهل بيت (ع) په هال كښې ترسره كیږی او د روان كال د غبرګولی د مياشتې تر نهمې پورې به دوام ولری.
د لبنان د المهدی (عج) د ښوونځيو د ښوونې او روزنې اسلامی مؤسسه او د بنت جبيل ښاروالی د دغه نندارتون په ترسره كولو كښې د يوبل ملګرتيا كوی.
دغه نندارتون به د غوئی د مياشتې په ٣٠ نیټه په يولړ مراسمو كښې په ځائی وخت د سهار په ٨:٣٠ بجې د حزب الله پورې د پيئلې د مقاومت د وفادارۍ د كميشن د غړی سيدحسن فضل الله په څارنه د لبنان په پارليمان كښې افتتاح شی او د مازیګر تر ٦ بجو پورې به دوام ولری.
د لبنان د جنوب د آزاديدو د دولسمې كليزې د نمانځلو دستورې د دغه هيواد په مختلفو برخو او ښارونو كښې ترسره كیږی.
1009572