د العالم د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين انقلابيانو د ښځو د نيول كيدو په اعتراض كښې د ګاډو د ټائرونو په سوزولو سره د آل خليفه د رژيم له زندانونو څخه د هغوی د آزادولو غوښتنه وكړه.
په همدې لړ كښې بحرينی سرچينو پرون سهار اعلان وكړ: انقلابيانو همداشان (د اسيرو ښځو لپاره د ننګياليو غيرت) په عنوان سره د فرورۍ د ١٤ د ائتلاف په بلنه په بحرين كښې د (اسكان) او (المصلی) ښارونو اصلی سړكونه بند كړل او د آل خليفه د رژيم ځواكونه د بحرين د انقلابيانو سره چې له نن سهار څخه سړكونو ته راوتی وو، ونښتل.
1009618