IQNA

8:05 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328157

په عراق كې د 26 اسلامی هيوادونو استازو په نړيوالو مقابلو"نصرة القرآن" كې د ګډون څرګندونه كړې ده

نړيواله ډله: د دوهم شهيد صدر مركز سره تړلی قرانی سنټر مشر او د عراق د "نصرة القرآن" مقابلو تر سره كوونكی عراق كې د 26 اسلامی هيوادونو استازو په نړيوالو مقابلو"نصرة القرآن" كې د ګډون خبر وركړ.

د "نصرة القرآن" په نوم د نړيوالو قرانی مقابلو د تر سره كوونكی كمیټۍ مشر ښاغلی "شيخ مازن الساعدی" په عراق كې د ايكنا د خبريال سره په خصوصی مركې كې وويل چې دا مقابلې به په دريم شعبان المعظم د حضرت امام حسين عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت شورو كیږی او د شعبان په څلورمې او پينځمې نیټې چې د حضرت عباس علمدار عليه السلام او د حضرت امام زين العابدين عليه السلام د زوكړې ورځې دی دوام مومی.
هغه زياته كړه چې د تير كال په اپوټه سږكال د ګډون كوونكيو شمير ډير زيات دی او وجه یې په عراق كې د امن او امان د غوره كيدا ښودنه كوی هغه د دې مقابلو اصلی مقصد په امريكې كې د قران پاك د سوځولو او سپكاوی ته ځواب وركول دی.
1009538
captcha