د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انقلاب معظم رهبر ټينګار وكړ هغه لار چې د اسلامی انقلاب په پيل كې پيل شوې تر پايه به دوام مومی .
حضرت آيت الله خامنه ايی په دې ليدنه كې په ډاګه كړه اوس مهال له دوو سترو دښمنو سره مخ يو چې يو خبيث استكبار او دوهم خپل نفس دئ خو كه د تقوا په رعايتولو ګامونه واخيستل شی د معنوی لوړاوی او مادی پرمختګ زمينه به هم برابره شی .
د انقلاب معظم رهبر په ډاګه كړه له ګناه په ځان ساتلو نيمه لار په خپله طۍ كیږی او البته د مسئولينواو چارواكو ګناه په مراتبو لوی او پراخ اړخونه خپلوی
هغوی زياته كړه د مقدسې دفاع د جنګياليو او معييوبينو د قربانيو د جزياتو په اړه بايد په زرګونو ټوكه كتابونه وليكل شی تر څو د اسلامی ايران خلكو ته د هغوی د فداكاريو جزيات تشريح شی .
1010619