د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی وويل د اسلامی ايران نظام د خپل سوله ايز اتومی فعاليت په اړه د نړيوالو د باور جلبولو په موخه له هر ډول هڅو مخ نه دئ اړولئ او اوس مهال له لودیځ هيله لری چې د اختلافونو د حل او ګډو ټكو ته د رسيدو لپاره خپل ښه نيت څرګند كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران پر اتومی فعاليت د اتومی انرژۍ بشپړې څارنې ته په اشارې سره زياته كړه زموږ دا فعاليتونه د نړيوالو لپاره واضع ، راڼه او نړيوالو ته د وړاندې كولو وړ دی .
حجت الاسلام والمسلمين صديقی له سعودی عربستان سره د بحرين د يوځای كولو لپاره د آل سعود آل خليفه او امريكا طرحې ته په اشارې سره څرګنده كړه چې د بحرين مسلمان خلك او د نړۍ مسلمانان به هیڅكله هم د دې طرحې په وړاندې چوپ پاتې نه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د عربستان حكومت ته توصيه وكړه چې د سيمې د هيوادونو او بحرين د لاندې كولو او د شرارتونو پرځای ، چې دې رژيم ته به له ماتې او رسواېۍ پرته بله پايله ونه لری په سره سمندرګی كې دې خپل هغه ټاپوګان را خلاص كړی چې د صهيونيستی رژيم له خوا نيول شوی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په جنيوا كې د بحرين په اړه د بشر حقوقو د شورا راتلونكې غونډې ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې د نړۍپه تيره اسلامی نړۍ خلك له دې شورا تمه لری چې د يوه پريكړه ليك په صادرلوسره د خپلو خلكو پر ضد د آل خليفه رژيم جنايتونه وغندی او د دې هيواد د خلكو له پاڅون د خپل برخليك ټاكلو او خپلو موخو ته د رسيدا لپاره ملاتړ وكړ ی.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی په آذربايجان جمهوريت كې غير اسلامی او غير انسانی فعاليتونو ته په اشارې سره وويل د جوماتونو ورانولو ، د مسلمانو علماوو او روحانينونو نيولو او په دې مسلمان هيواد كې د صهيونيستانو ورځ تر بلې زاياتيدونكی نفوذ خلك اندیښمن كړی او احساسات ېې داغی شوی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د همجنس بازانو پریټ او په دې برخه كې د ميليونونو ډالرو مصارفو ته په اشارې سره هغه يو سخيف او له شرمه ډك اقدام وباله او د باكو دولت ته ېې توصيه وكړه چې د امريكا او اسرائيلو د موخو پرځایښت لپاره د مصارفو پر ځای دا پيسې د آزربايجان د بې وزله خلكو د ژوند ښه كولو په موخه مصرف كړی .
1010668