د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د منهاج القرآن كاروان د تمتع حج لپاره د نوم ليكنې كار شروع كړے دے او وټاكلې شوه چې دغه كاروان به سږ كال د وحی ټاټوبی ته د يونيم سل زائرانو د لېږلو مسئوليت په غاړه ولری.
د دغه رپوټ له مخې د پاكستان د حكومت د قوانينو له مخې يوازې هغه كاروانونه په دې زمينه كښې فعاليتونه كولې شی چې حكومتی اجازتنامه ولری.
همدارنګ د منهاج القرآن كاروان دېرش كاله وشول چې هر كال د وحی ټاټوبی ته حاجيان بوځی او سږ كال یې هم له تقاضا كوونكو څخه غوښتنه كړې ده چې زر تر زره دې رجسټرېشن وكړی، ځكه چې د دغه كاروان ظرفيت يوازې يونيم سل تنه دے او د نصاب حد ته د شمېر په رسېدو سره به د نورو نومونو ليكلو امكان نۀ وی.
1010573