IQNA

23:43 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328535

د اسلامی همكارۍ تنظيم د فلسطينی اسيرانو د استقامت ستائېنه وكړه

نړيواله ډله: د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د فلسطين خلقو ته په خطاب كښې د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې د اسيرانو د استقامت او ټينګېدنې ستائينه وكړه.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) «OCI» داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر په دغه پېغام كښې د اسرائيلو په بند كښې فلسطينی اسيرانو ته د مباركۍ په ويلو سره د قېديانو د خوړو اعتصاب او د هغوی وروستۍ كاميابی د فلسطين د خلقو د حقوقو د حصول په لړ كښې يو مهم ګام وبالۀ.
هغۀ څرګنده كړه: دغه اقدام د هغو غمونو او دردونو د ختمېدو لپاره يو مهم ګام دے چې فلسطينی اسيرانو په تېرو كلونو كښې زغملی دی او په عېن حال كښې د قدس شريف د غاصب رژيم له جېلونو څخه د هغوی د ازادۍ او د اسيرانو د حقوقو د حاصلولو لپاره په فرصت دے.
هغۀ په اخېر كې پخلے وكړ چې يو ځل بيا د ټولو مشكلاتو په مقابل كښې د فلسطين د خلقو د صبر، استقامت او ټينګ اودرېدنې منندوے يم. د صهيونېسټ رژيم دسياستونو په مقابل كښې د اسيرانو مقاومت يو ځل بيا د دغه رژيم حقيقی څېره او نسل پرستانه سياستونه د نړۍ خلقوته په ډاګه كړل.
1010576
captcha