IQNA

23:43 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328537

حزب الله د لبنان له وروستيو نښتو سره د ذمه ورانه سلوك غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د لبنان حزب الله يو ځل بيا د لبنان د شمال د وروسيتوجګړو په باره كښې د خواښنۍ څرګندونه وكړه او د داسې حوادثو له رامنځته كېدو سره د ذمه ورانه سلوك غوښتونكے شو.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (ېكنا) د لبنان د المنار ټيلی ويژنی چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د حزب الله اسلامی مقاومت د لبنان دشمال په طرابلس سيمه كښې د مېشته علويانو او سنيانو ترمېنځ د وروستيو نښتو په باره كښې د يوې بيانیې په جاری كولو سره په دغو جګړو باندې خپله خواښينی څرګنده كړه.
حزب الله له هر ډول جنګ جګړو څخه د دغه ښار او له هر ډول زيان څخه د دغه ښار د اوسېدونكو په ژغورلو باندې تاكيد وكړ چې د حزب الله اسلامی مقاومت د سيمې د امنيت، قرارۍ او ترقې په ساتلو باندې حريص دے.
په دغه بيانيه كښې دې ته په اشارې سره چې د لبنان د امنيت د خلقو او فعالانو او همدارنګ د امنيتی او وفوځی موسسو ترمېنځ د مثبتې او موثرې همكارۍ له لارې ممكن دے راغلی دی په لبنان كښې د طرابلس د سيمې موقعيت او اهميت او همدارنګ د ملی جوړښت په ساتنه كښې د هغۀ مقام ته په پام سره په دغه سيمه كښې امن او قراری د ټولو لبنانيانو ذمه واری ده.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخكښې و لبنان فوځ د ((لطف الله ٢)) نومې يو كشتۍ چې د سوریې د مخالفانو لپاره یې وسله وړه او له لېبيا څخه د لبنان د طرابلس په لور روانه وه اودوله او پكښې یې زيات شمېر وسلې او جنګی سازوسامان ونيوۀ او د لبنان د شمال د وهابيانو او سلفيانو د يو مشر له نيولو نه وروسته سلفی او وهابی ډلو د روانې هفتې له ابتداء څه په طرابلس كښې پراخې غونډې جوړول شروع كړې. چې په دغه سيمه كښې د نښتو سبب وګرځېدې.
1010567
captcha