د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د زدكړې دغه دوره د هند د اسلامی ټولنې د انجمن او د اسلامی زدكړې د كمېټۍ په همت سره د غوئی د مياشتې له ٢٤ نېټې څخه په نوی ډيلی ښار كښې شروع شوه چې د غبرګولی د مياشتې تر دريمې نېټې پورې به دوام ومومی.
همدارنګ د زدكړې د دغې دورې مجری شكيل احمد څرګنده كړه: د زدكړې ياد شوی كلاسونه د اسلامی پوهننتونونو او مدرسو د لوړ رتبه استاذانو لخوا د قران شريف د تلاوت، قرائت ، اخلاقو، اسلامی احكامو او اصول عقائد په څانګو كښې جوړیږی.
هغۀ په اخېر كښې وويل: د مدرسو د زده كوونكو هلكانو او جينكو لپاره د زدكړې دغه دوره د اوړی له چټيانو څخه د غوره استفادې په هدف سره جوړه شوې ده.
1010556