IQNA

د قم له شيعه دارالمعارف سره د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم همكاری

23:41 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328540
د فكر او علم ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو تنظيم او د قم د شيعه دارالمعارف د دينی كلتور په ډګر كښې د هېواد په دننه او بهر كښې د مختلفو اثارو د تحقيق، تاليف، ترجمې، چاپ او خپرولو په زمينو كښې د همكارۍ يو تفاهم ليك دستخط كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د دغه تفاهم ليك له مخې دواړو خواو موافقه وكړه چې له هېواد نه د بهر مخاطبانو د ضرورت وړ علمی او خپرندويه اطلاعاتو د برابرولو او د تجربو او اطلاعاتو د تبادلې او د اسلامی او انسانی علومو د اسلامی معارفو په اړه د خصوصی سيمينارونو، د زدكړې د وركشاپونو او ګډو غونډو د جوړولواو د معكوس ترجمې له غورځنګ څخه د ملاتړ لپاره د ژباړونكو او كارپېژاندو د تجربو د تبادلې په زمينه كښې همكاری وكړی.
همدارنګ د دغه تفاهم ليك د مفادو د عملی كولو لپاره به يو ګډه كمېټی جوړه كړې شی چې د موافقې لړ موضوعاتو د اجرا د لارو چارو په اړه فېصلې وكړی.
د يادونې ده چې شعه دارالمعارف موسسه او د دارلعرفان تحقيقاتی علمی مركز دد قران او اهلبېتو (ع) د كلتور د پراختيا، تبليغ او څېړنې په ډګر كښې د حجت الاسلام والسلمين حسېن انصاريان تر نظر لاندې فعاليت كوی.
1010591
captcha