IQNA

د مسلمانانو پرمختګ په نبوی (ص) سيرت باندې له عمل سره تړاؤ لری

23:41 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328541
د فكر او علم ډله: وكيل عطار وويل: كه مسلمانان نن په نړۍ كښې د خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ غوښتونكی دی نو يوازې د خداے د ګران رسول (ص) په سيرت باندې په عمل سره دغه مهمه چاره ترلاسه كولې شی.
د ايران د قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د پاكستان يو دينی عالم وكيل عطار ((د اسلام د ګران پېغمبر(ص) عملی سيرت)) ترعنوان لاندې سيمينار كښې چې د خبريالونو په موجودګۍ كښې د غوئی دمياشتې په ٢٥ نېټه د لاهور ښار په لكشمی سيمه كښې جوړ شو د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړه: مسلمانان چې هر څومره په خپلو ذاتی او ملكی چارو كښې د ترقۍ او پرمختګ غوښتونكی وی پكار دی د خداے د ګران رسول (ص) پاك سيرت خپل كړی.
هغۀ په دوام كښې وويل: مسلمانانو ته پكار دی د خداے دګران رسول (ص) په سيرت كښې خپلې څېړنې او تحقيقات د خپلې زمانې له ضرورياتو سره مطابق معاشرې ته وړاندې كړی. او حتمی توګه به مسلمانان د رسول پاك (ص) له سيرت څخه په پېروۍ سره له الهی فضل څخه هم برخور شی.

1009939
captcha