IQNA

20:57 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329333

د سورئې د ترهګرو ډلو سره د ځوانانو د ملګری كيدو لپاره د تيونس د وهابيانو بلنه

بين المللی ډله: د تيونس د دينی چارو د وزارت يو چارواكی د وهابيانو په لاس د دغه هيواد د ځينو جوماتونو له اداره كيدو او كنټروليدو څخه د اندیښنې په څرګندولوسره اعلان وكړ: وهابی او سلفی ډلې ځوانان غولوی او هغوی د سورئې د ترهګرو ډلو سره ملګری كيدو ته هڅوی.

د «lorientlejour»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تيونس د دينی چارو د وزارت يو لوړ رتبه مسئول احمدبرقاوی پرون په يوه خبری ناسته كښې څرګنده كړه: د هيواد په ځينو جوماتونو كښې چې د وهابی تندلارو ډلو له خوا اداره كیږی، ځوانانو ته بلنه وركوله كیږی چې د هغه څه پرخلاف چې ((د بشار اسد د رژيم پرخلاف جهاد)) ورته وئيل كیږی، په سوريه كښې د حكومت د مخالفو ډلو سره يوځائې شی.
دۀ زياته كړه: مونږ د تيونس د دينی چارو په وزارت كښې د دغې ستونزې د څیړلو په حال كښې يو او خپل نتائج او د دغو اقداماتو سره د مقابلې لپاره موجودې لارې چارې به ډير ژر اعلان كړو.


دغه مسئول چارواكی ټينګار وكړ: مونږ د خپل هيواد د ځوانانو د وضعيت ډير اندیښمن يو. له دغو ځوانانو څخه ځينی كسان چې د وهابيانو په بلنه سورئې ته تللی دی، په نښتو كښې وژل شوی او ځينی هم نيول شوی او په جيلونو كښې دی.
د وئيلو ده چې د څیړنو د نتايجو له مخې، د تيونس د انقلاب نه پس د دغه هيواد د څه باندې ٤٠٠ مسجدونو كنټرول د تندلارو وهابيانو په لاس ورغلے دے. 1011342
captcha