حجتالاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی، د مسلمانانو محصلانو د قران د نړيوالو مقابلو د څلورمې دورې مشر او د هيواد د محصلانو د قرانی چارو د سازمان مشر د ايران قران خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې مقابلو د كار د اجرا د مرحلو په هكله ګزارش سره وويل: دا مقابلې په د روان كال د وږی د مياشتې له 22 تر 26 نیټې په تبريز كښې ترسره كیږی.
هغه په ادامه كښې وويل: د دې مقابلو پيل د امام صادق(ع) شهادت سره په يو وخت راځی چې په حقيقت كښې دې موضوع ته پاملرنه ده چې د هغوی په وخت كښې د شيعو فقهې پراختيا پيدا كړه او هغه وخت د اسلام د علمی او فقهی توان يوه نښه وه چې پكښې د بيلا بيلو اسلامی علمونو پراختيا وموندله.
هغه زياته كړه: د امام صادق(ع) په ژوند مبارك كښې د قران په بيلا بيلو علمونو كښې هم كمی او كيفی پراختيا راغله؛ له همدې سببه مونږ په دې پسې يو چې له هغه وخته د اوسنی محصلانو لپاره بيلګه راوخستې شی او دا پيغام هغوی ته ورسی چې قران يوازې د تلاوت او حفظ كتاب نه دی بلكه تلاوت او حفظ یې د انسانی نيازمنديو د حل راوباسلو لپاره يوازې يوه شورو ده.
حجتالاسلام تقوی وويل: د امام صادق(ع) د درس كلاسونه يوازې شيعو سره خاص نه وو بكلې د اهل سنتو د مكتب مشران او عالمانو هم د هغوی شاګردان وو. او دا خبره د اسلامی فرقو د وحدت يوه نښه ده.
د تبريز ښار د قرانی مقابلو ځای
د ايكنا د خبرګزارۍ مدير عامل په ادامه كښې د تبريز د ښار د مقابلو د ځای په توګه د ټاكلو په هكله وويل: د تبريز ښار د كلتوری سابقه له مخې په بيله توګه د علمی حوزې، مفسرانو او ځېنې لويو عالمانو كه علامه طباطبايی(ره) د موجود شوې په سبب دا د نورو ښارونو په نسبت لوړ مقام لری.
1005872