IQNA

د آذربائيجان جمهوريت د اسلام ګوند د مشر لخوا د حكومت د غېر اخلاقی پروګرام د غندلو بيانيه

23:12 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329364
نړيواله ډله: د اذربائيجان جمهوريت د اسلام ګوند بندی مشر په جېل كښې د يوې سختې بيانیې په جاری كولو سره په دغه هېواد كښې د حكومت د غېر اخلاقی پروګرام وړاندې كول په سختۍ سره وغندل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د آران خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ: د آذربائيجان جمهوريت د اسلام ګوند مشر محسن صمداف چې په جېل كښې ژوند كوی په دغه هېواد كښې يوه بيانيه جاری كړه : هغۀ په دغه بيانيه كښې څرګنده كړه چې ډېره د افسوس خبره ده چې په آذربائيجان جمهوريت كښې بې انصافی او د خلكو د حقوقو تر پښو لاندې كول هم هغه شان دوام لری ځكه چې هغه عدالتی كاروائۍ چې په وروستی يو كال كښې ترسره شوی دی دا ثابتوی. په دغه موده كښې په خاص سفارشونو سره انسانان، مومنان په تېره بيا دينی عالمان او دينی كسان بې له څه دليل او ثبوته جېلونو ته لېږل شوی دی. چې ګناه یې فقط دا ده چې په هېواد كښې په موجوده بد حالت او بې انصافيو باندې یې احتجاج كړے دے او خاموشه نۀ دی ناست.
دغه قېدی مشر په خپله بيانيه كښې په خاصه توګه په دغه هېواد كښې د حجاب او ستر ممنوعيت ته اشاره وكړه او زياته یې كړه: هغه ممنوعيت چې چې د ښځو د پردې او ستر د لرلو په خاطر د حكومت لخوا عملی شو. هغه حكومتی چارواكی چې د نشه ايزو موادو، اخلاقی فساد او د دروغو اجتماعی هيجاناتو په جبه كښې د آذربائيجانی ځوانانو د اچولو او په فساد كښې د هغوی د غرقولو په لټه كښې دی په كوم منطق سره صحيح ده چې له يوې خوا خلقو ته د دينداره كېدو او خپلو ملی او معنوی ارزښتونو باندې د اعتقاد لرلو اجازه نه وركول كیږی او له بلې خوا د اخلاقو او معنويت په خلاف سيالۍ جوړوی.
هغۀ وويل: د آذربائيجان حكومت چې د ٩٠ يمې لسيزې په كلونو كښې یې د دنيا دترټولو ښكلو ښځو سيالی جوړه كړه نن د آذربائجان د مظلومو او مسلمانانو خلقو لپاره د يوروويژن د موسيقۍد سيالۍ د جوړولو او په ترڅ كښې یې د هم جنس بازانو د پرېډ جوړولو د تيارۍ په حال كښې دے. په داسې حال كښې چې زمونږ تنكی ماشومان د هم جنس بازانو دغه ننداره وكړی او له خپلو والدېنو څخه د هغوی په باره كښې پوښتنه وكړی نو هغوی به ورته څه ځواب وركوی چې دا څوك خلق دی او څه عمل كوی چې حكومت یې دومره درناوے كوی؟
ښائی چې د هر مومن مسلمان زړۀ د دې دردوونكې غمېزې له لاسه اوچوی او مړۀ شی ځكه چې له دې نه پس به مونږ د دين او ايمان په باره كښې د څۀ خبرو حق ولرلې شو.
پكار دی په داسې حالاتو كښې مونږ نوره د امام حسېن عليه السلام د عاشورې خبره ونكړو او يا پكار دی سرونه په تلی كښې كېږدو او د دې ظلم او ذلت د ختمولو لپاره راپورته شو.او د داسې بېهوده او له ذلت نه د ډكو كارونو مخنيوے وكړو
1011257
captcha