IQNA

د ټولنو په بېدارولو كښې د مسلمانو ښځو كردار او ذمه واری بيان شوه

23:11 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329365
سياسی او اجتماعی ډله: حسېن ديوسالار د فلپائن جنوب ته په خپل سفر او په مختلفو غونډو او سيمينارونو كښې په ګډون سره د انسانی ټولنو په بېدارولو كښې د مسلمانو ښځو وظائف بيان كړل.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې حسېن ديو سالار په دغه سفر كښې له مختلفو شخصيتونو سره د ملاقاتونو ، د ځينو كلتوری مركزونو د كتلو، د حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) او امام خمينی (رح) له ولادت سره په اړوندو غونډو كښې د ګډون په ترڅ كښې د مراوی ښار د امام علی (ع) نومې جومات دارالقرآن هم افتتاح كړ.
د دغه رپوټ له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتور ی مركز لخوا د غوئی د مياشتې په ٢٣ نېټه د فېلپائن د ترټولو لوې حكومتی پوهنتون يعنې مېنډاناو پوهنتون كښې ((ښځه، بېداری او ترقی)) نومې سيمينار وشو.
په دغه غونډه كښې د پوهنتون يوشمېر استاذانو او په كلتور ډګر كښې د نظر خاوندانو او فعالانو او همدارنګ د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر د ټولنو په بېدارولو كښې د مسلمانو ښځو د كردار په اړه يو لړ مطالب بيان كړل.
ديوسالار همدارنګ په كوتو باتو سيمه كښې په يوه بله غونډه كښې د الهی او معنوی زدكړو له لارې د ښځو د توانمنولو په موضوع سره په اسلامی ټولنو كښې د ښځو وظائف او ذمه وارۍ بيان كړې.
ديوسالار همچنين در نشست ديگری در كوتوباتو با عنوان «توانمندسازی زنان از طريق آموزش‌های الهی و معنوی» به نقش، وظائف و مسئوليت‌های زنان در جوامع اسلامی پرداخت.
1011208
captcha