IQNA

23:11 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329367

د ايت الله خامنه ای فتوا له اېټمی انرجۍ نه په سوله ايزه استفاده كښې د ايران صداقت ثابت كړ

نړيواله ډله: د ډله ايزو وژلو له ایټمی وسلو څخه د استفادې د حراموالی په اړه د آيت الله العظمی خامنه ای فتوې په حقيقت كښې له اېټمی انرجۍ څخه د صحيح او سوله ايزې استفادې په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت صداقت ثابت كړ.

تيونسی شناندې او په فرانس كښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف د كمېټۍ ((شالون فلسطين )) غړې نرجس بن عباده د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په يوه مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: ايت الله العظمی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوريت د رهبر او د نړۍ د اكثرو شيعه مسلمانانو د مرجع په توګه له اېټمی وسلو څخه د استفادې د حراموالی د فتوې په جاری كولو سره اعلان وكړ. داسې يو حكم د يو مدنی قانونو په معنا نه دے چې په اسانتيا سره منسوخ كړې شی او د هغۀ په ځاے يو بل قانون جوړ كړې شی بلكې دا حكم د نۀ بدلېدونكی قانون په مفهوم دے له دې څخه نه اطاعت د هغه حكم په مقابل كښې نافرمانی ده چې له الهی احكامو څخه په استفادې سره جاری كړې شوے دے.
هغې زياته كړه په داسې حال كښې چې لويدیځ هيوادونه د ايران له اېټمی تحقيقاتو څخه په اوزاری استفادې سره كوشش كوی چې نړيواله فضا متشنجه كړی او د ايران په خلاف خپل تبليغات پراخه كړی، د داسې يوې فتوې جاری كولو وكړې شول د هغوی حقيقی څېره دنيا ته بې نقابه كړی او د ډله ايزې وژلې د وسلې په توګه له اېټمی انرجۍ نه د استفادې د حراموالی په اړه د ايت الله العظمی خامنه ای فتوې په حقيقت كښې له اېټمی انرجۍ څخه د صحيح او سوله ايزې استفادې په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت صداقت ثابت كړ.
هغې زياته كړه: په حقيقت كښې دا ټول بائيكاټونه او مېډيائی حملې په دې هدف سره كیږی چې يو خپلواكه او طاقتور ايران په يو كمزوری او غرب د سياستونو په يو خادم هېواد باندې بدل كړی.
هغې په اخېر كښې څرګنده كړه چې د دې فتوې په جارې كېدو سره د اسلامی ايران صداقت او د لويدیځ رياكاری په ډاګه شوه او ايران د پنځۀ جمع يو په خبرو اترو كښې په ګډون سره يو ځل بيا وښودله چې په هیڅ وجه له خپل موقف څخه په شاتګ ته تيار نۀ دے او په عېن حال كښې د ملی ګټو په اړه موافقو ته د رسېدو لپاره خبرو اترو ته هم حاضر دے.
1011011
captcha