IQNA

د كويت د آئين (اساسی قانون) له اسلامی كولو سره د دغه هېواد د امير مخالفت

23:11 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329368
نړيواله ډله: د كويت امير په دغه هېواد كښې په اساسی قانون (آئين) كښې په كامله توګه د اسلامی شريعت د اجرا له تجويز سره مخالفت وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رویټر خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ:د كويت د پارلېمان له پنځوسو تنو استازيو څخه يودېرش تنو د دغه هېواد له امير شېخ صباح احمد جابر الصباح څخه وغوښتل چې په اساسی قانون (آئين) كښې دې يو لړ اصلاح وكړی چې د كويت قوانين د اسلامی شريعت مطابق شی خو هغۀ له دغه تجويز سره د خپل مخالفت اعلان وكړ.
د كويت د پارلېمان د اسلام پالو استازی او قانوندان محمد الدلال څرګنده كړه: دغه تجويز د ((اسلامی عدالت)) فراكسيون لخوا وړاندې كړې شو او يودېرش نمائندګانو دستخط كړ.
هغۀ زياته كړه د كويت اكثر خلق له اسلامی شريعت سره د قوانينو په كامله توګه اننطباق سره موافق دی او د دې تجويز اجرا كولې شی د هېواد په قوانينو كښې د غلطيانو په كمښت كښې موثره وی.
د دغه رپوټ له مخې په كويت د سياسی ګوندونو جوړول منعې دی په همدې دليل د دغه هېواد د پارلېمان نمائندګان د پارلېمان په دننه كښې فراكسيونونه جوړوی.
1011125

captcha