د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه د شته ؤ ملګرتياؤ د پراختيا هیڅ محدوديت او خنډ نشته وويل دايران اوپآكستان ترمينځ په كلتوری او روغتيائی ډګرونو كې د ملګرتياؤ ډيرې زمیې موجودې دی .ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه دپاكستان ملت يو پياوړی ،جرړه ايز او مضوط ملت دی چې په الهی فضل او پرپروردګار په توكل سره به دټولو مشكلاتو په وړاندې مقاومت وكړی ؛
د پآكستان د ملی خدماتو او مقرراتو وزيرې ميرمن عاشق فردوس اعوان هم هغو لوړو انګيزو ته په اشارې سره چې دتهران اواسلام اباد د ملګرتياؤ دپراختيا لپاره موجودې دی هيله وښودله چې دموجوده ظرفيتونوڅخه په استفادې سره دې دايران اوپاكستان اړيكې دنورو هيوادونو لپاره په يوې بيلګې بدلې شی.
هغې هم دا راز د دې خبرې په كولو سره چې د دغه هيواد حكومت او ولس تل د ايران له اسلامی جمهوريت سره د اړيكو د سوئې په لوړولو پسې دی د دواړو هيوادونو د هراړخيزو اړيكو پراختيا په تيره بيا د درملنې او روغتيائی چارو او په دې زمينې كې د ايران له تجروبو په استفادې كې د ملګرتياؤ د زياتيدا غوښتنه وكړه.
1012488