IQNA

د يمن ډيكټاټور روسیې ته روان دے

18:33 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330129
بين المللی ډله: لويدیځی سفارتی سرچينو له هيواده د وتلو او له خپل سياسی فعاليت نه د ډډه كولو لپاره د يمن د پخوانی جمهوررئيس د موافقې خبر وركړ او په ډاګه ئې كړه چې صالح به روسیې ته لاړ شی.
د yemen-press د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د يمن د سوله ايز ولسی انقلاب د ځواكونو د ملی شوری غړی منيرالماوری څرګنده كړه: غربی سفارتكارانو چې د يمن وضعيت جاجوی، په يولړ پټو او محرمانه مذاكراتو كښې له يمن څخه د دغه هيواد د پخوانی ډيكټاټور علی عبدالله صالح د وتنې خبر وركړ.
منير الماوری چې په امريكا كښې اوسیږی، په دوام كښې زياته كړه: د يمن پخوانې جمهوررئيس علی عبدالله صالح په دائمی توګه له سياسی فعاليت څخه د څنګته كيدو او له يمن څخه د وتلو سره موافقه كړې ده او د په ډاګه شويو اطلاعاتو له مخې، د دۀ د استوګنې هيواد به روسيه وی.
دوی همداراز څرګنده كړه: د يمن د امنيت او ثبات د خرابونكو كسانو او ارګانونو د مالونو د منجمد كولو په هكله د امريكې ګواښونو د علی عبدالله صالح د دغې فيصلې په كولو كښې ډيره اغيزه لرلې ده. 1011472
captcha