د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغه غونډه د ترجمان وحی موسسې د ډائرېكټر حجت الاسلام والسلمين محمد نقدی، قرانی څېړونكی تيجانی مالم لاوالی، د تهران د پوهنتون د علمی پلاوی غړی او د اسپانيولی ژبې د ډلې مشر علی فيض الهی او په انګرېزۍ او فارسۍ ژبې د قران شريف د ژباړونكې او څېړونكې معصومه يزدان پناه په شتون سره سبا د غبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه له سهار لس بجو نه تر دولسو بجو پورې د تهران په حافظ سړك، سرهنګ سخائی سړك كښې د دفاع د وزارت په خوا كښې د قران شريف د علومو او فنونو د پوهنځی د شهيد مفتح نومې د اجتماعاتو په هال كښې جوړیږی.
په بهرنيو ژبو د قران شريف د ترجمو د څېړنې د غونډو د لړۍ پينځمه غونډه د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) او د قران شريف د علومو او معارفو د پوهنځی په ملګرتيا سره جوړیږی.
په تېرو غونډو كښې د ايران قرانی خبری اېجنسی د يو شمېر استاذانو او د نظر د خاوندانو كوربا وه چې په دې زمينه كښې یې د خپلو خيالاتو اظهار وكړ. په وړومبۍ غونډه كښې د علامه طباطبائی پوهنتون د انګرېزۍ ژبې د ډلې استاذ سالار مافی اناری، او نورو شخصيتونو ګډون وكړ.او په بهرنيو ژبو د قران شريف د ترجمو په موضوع وېناګانې وكړې.
په دويمه غونډه كښې د كلتوری انقلاب د عالی شورا غړی او د سمت پوهنتونونو د انسانی علومو د كتابونو د مطالعې او تدوين د تنظيم مشر حجت الاسلام والمسلمين احمد احمدی او نورو شخصيتونو ګډون وكړ.
په دريمه غونډه كښې هم اېكنا د معصومه يزدان پناه او رسول اسماعيل زاده او نورو شخصيتونو كوربا وه.
څلورمه غونډه هم په روسی او جرمنی ژبو د قران شريف دترجمو د نقد او څېړنې په محوريت سره د معصومه يزدان پناه په غږملتيا او څارنې سهر او د محمد رضا محمدی او نورو شخصيتونو په شتونو سره جوړه شوه.
1011084