د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: د مقاومت او د صهيونسټی رژيم سره په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د لبنان د جنوب د آزيديدو د جشن مراسم د برازيل د ترټولو ستر ښار يعنې ساؤپاؤلو په محمدرسول الله (ص) نومی جامع مسجد د هيئت امنا په همت د دغه جومات په حسينيه كښې ترسره كیږی.
دغه مراسم د روانې غبرګولی د مياشتې په پنځمه يعنې د راروانې جمعې په ورځ په ځائی وخت د ماښام له ٧:٣٠ نه تر ١٠:٣٠ بجو پورې ترسره كیږی او د برازيل د اسلامی مركزونو كاركونكو او مسئولانو، د دغه هيواد عامه خلكو او په دغه هيواد كښې استوګنو لبنانيانو او ايرانيانو ته په دغو مراسمو كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده. 1012033