IQNA

په الازهر پوهنتون كښې د سنت نبوی (ص) او قرآنی اعجاز بين المللی مقابلې ترسره كیږی

17:09 - May 21, 2012
د خبر لمبر: 2330959
بين المللی ډله: د قرآن او سنت نبوی (ص) اعجاز بين المللی مقابلې د الازهر پوهنتون د اسلامی تحقيقاتو د اكیډمۍ د قرآن او سنت نبوی د علمی اعجاز د كمیټې له خوا ترسره كیږی.
د «iccuk» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: له ټولې نړۍ څخه قرآن په هكله تحقيق كونكی د روان كال د غبرګولی د مياشتې تر څوارلسمې نیټې پورې وخت لری چې د ټاكل شويو شرطونو په اساس او په نظر وړ موضوع سره خپل تحقيقات الازهر پوهنتون ته ولیږی.
د الازهر پوهنتون د اسلامی تحقيقاتو د اكیډمۍ د قرآن او سنت نبوی د علمی اعجاز كمیټې اعلان كړے دے چې تحقيقات پكار دی په انګريزۍ يا عربۍ ژبه وی او هر محقق ته پكار دی چې د تحقيق متن د خلاصې سره ترټاكل شوې نیټې پورې د دغه كانفرنس ترسره كونكې كمیټې ته ولیږی.
د دغه رپورټ له مخې: د مقالو او تحقيقاتو د راټولولو نه پس به د غوره كسانو نومونه د هغوی سره د انټرويو د كولو نه پس اعلان شی او وړومبيو دريو كسانو ته به نقد او ارزښتناك انعامونه وركړې شی. 1012200
captcha