د افريقې په شمال كښې پروت د ليبيا هيواد چې قومی او قبيله ايزې پيچلتياوې لری، په داسې حال كښې د ولسواكۍ په ډګر كښې پښه ایږدی چې ليبيائی خپلواك هويت او د ولس او دولت رابطه د هغه په دوديزه بڼه د هغه لپاره په سخته د تعريفيدو وړ ده. د ليبيا خلك د ملعون كرنل قذافی په دوران كښې د ډيرو زياتو رنځونو او كړاؤنو په زغملو سره هغه پخوانی دوران ته ورستنيدو ته حاضر نه دی، په همدې لړ كښې په بنغازی كښې د ځائی شوری د وړومبيو انتخاباتو ترسره كيدل د متحدې ليبيا د اداره كولو لپاره د رايو د مقابلې او سيالۍ لپاره د وړومبی ګام په توګه په نظر كښې نيوې شو.
دغه انتخابات له څنګه چې ورته اشاره وشوه له انقلاب نه پس د يو لنډمحاله نظام د بدلولو او د راتلونكی د اداره كولو په لړ كښې د يو توانمن دولت د جوړولو لپاره يو ګام دے چې د ليبيا خلك پكښې په وړومبی ځل د خپل نظر د څرګندولو او په سياسی نظام باندې د اغيزې لپاره له خپلو ښاريزی حقوقو څخه استفاده كوی، خو د قومی باورونو او اعتقاداتو ترڅنګ د ولسی او ټولنيزو غوښتنو او مطالباتو ترمينځ فاصله او واټن ليبيا د خپل عمر په ترټولو سختو شرايطو كښې راوستې ده چې د ((ليبيائی)) په عنوان سره د يو خپلواك هويت د تعريف امكان لا سختوی. 1012124