IQNA

د اوقافو او خېرښیګړې د تنظيم مشر په بېروت كښې له سيد حسن نصرالله سره كتنه وكړه

22:34 - May 21, 2012
د خبر لمبر: 2331093
نړيواله ډله: د ولی فقيه نمائنده او اوقافو او خېر ښیګړې د تنظيم مشر د يو وفد په مشرۍ په بېروت كښې د لينان د حزب الله له عمومی سېكتر سره ليدل كتل او خبرې اترې وكړې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار ټيلی ويژنی چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ؛ د ولی فقيه نمائنده او اوقافو او خېر ښیګړې د تنظيم مشر محمد محمدی چې لبنان ته یې سفر كړے دے د لبنان د حزب الله له عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله سره كتنه او خبرې اترې وكړې. په دغه ملاقات كښې په بېروت كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير غضنفر ركن ابادی هم موجود ؤ او د دواړو خواؤ د خوښې وړ ګډو موضوعاتو باندې د نظر تبادله او څیړنه وشوه.
له دې مخكښې هم حجت الاسلام والمسلمين محمدی د لبنان د شيعه مسلمانانو د عالی شورا د مشر له مرستيال شېخ عبدالامير قبلان او د دغه هېواد له مفتی شېخ محمد رشيد قبانی سره ليدل كتل وكړل او د سيمې د ملتونو په خلاف د لويدیځ او صهېونېسټ رژيم د سازشونو په نسبت د بېدارۍ او د لبنان د مختلفو مذهبونو او ډلو ترمېنځ د وحدت او يو والی په ضرروت یې پخلے وكړ.
1011883
captcha