د عربستان چاپ الرياض ورځپاڼې په قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) در پورټ له مخې: دغه غونډه د اسلامی همكارۍ د سازمان د يو پلاوی او د اروپا د اتحادئې د مسئولانو په شتون سره په بروكسل كښې د دغې اتحادئې په مقر كښې ترسره شوه.
د دغې غونډې هدف د اسلامی همكارۍ د سازمان او د اروپا د اتحادئې ترمينځ د همكارۍ پياوړتيا اعلان شوې ده. دغه غونډه د اسلامی همكارۍ د سازمان د عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو او د اروپا د اتحادئې د بهرنيو روابطو د مسئولې كيترين شتون شتون سره ترسره شوه.
ځينی د نظر خاوندان باوری دی چې د اروپا اتحاديه د اسلامی همكارۍ د سازمان سره د همكارۍ په پياوړی كولو سره دغه سازمان اسلامی نړۍ ته د خپلو ليدتوګو د منتقلولو لپاره يوه دروازه بولی. 1013270